ایکنا د المصری الیوم له قوله راپور راکوي، د الازهر رواق یا څانګې، په ۲۰۲۲ کال کې د الازهر دشیخ احمد الطیب په ځانګړي ملاتړ سره په ۵۰۷ څانګو کې کار پیل کړ له دوو کلنو فعالیتونو وروسته ئې اوس په درست مصر کې له دغه برخې سره داړونده مرکزونو شمیر یو زر اویاؤ څانګو ته رسیولی دی.
د مصر له پنځه کلنۍ راهسې تر پنځلس کلنۍ پورې مصري هلکان په دغو مرکزونو کې په وړیا توګه ګډون کولی شي او دقرآن کریم زده کړې او حفظ زده کولی شی.
ماشومانو ته دقرآن کریم د زده کړې ځانګړی رواق الازهر دمګړئ له پنځو کلونو تر پنځلس کلونو پورې په مختلفو عمرونو کې د مصر څه دپاسه یو لک شپیته زره شپږ پنځوس ماشومان لری چط د څلور زره دوه سوه یوویشت معلمانو تر نظر لاندې د قرآن کریم حفظ او زده کوي.
په دغو مرکزونو کې هره اونۍ ۸۶۷۶ قرآنی محفلونه ترسره کیږي؛ د الازهر رواق د مسئولانو په میونا، دغه محفلونه او کړئ او محفلونه په دوامدر ډول څارل کیږي او دغه ټول مرکزونه پابند دي ، چې د خپلو قرآني فعالیتونو د هرې ورځې ، اونۍ اومیاشتې راپورونه پخپل ښار یا ولایت کې اصلي مرکز ته ولیږي.